mandegardaily.com
مشرانو جرګه: حکومت او حزب اسلامي دې د سولې تړون ته ژمن پاتې شي | ماندگار
د افغانستان مشرانو جرګه د افغانستان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تفاهم‌لیک پر عملي کېدو ټينګار کوي. مشرانو جرګه وايي، د حکومت له‌خوا د حزب اسلامي د ۱۳ مهمو زندانیانو ګرځول د تفاهم‌لیک خلاف عمل دی او وايي حکومت او حزب اسلامي دواړه باید د سولې تفاهم‌لیک ته ژمن پاتې شي. د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د حکومت له‌خوا د حزب اسلامي د یو شمېر بندیانو د نه‌خوشې کېدو په تړاو وویل، هر هغه غاړه چې د دوی تر منځ د سولې له شوي تفاهم‌لیک سرغړونه کوي سولې ته ژمن نه‌دی. نوموړي زیاته کړه: "هغه توافق چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ شوی په هغه کې ټول اړخونه ذکر شوي چې دواړه خواوې باید ورته ژمن وي، دغه هوکړه د حکومت او د حزب اسلامي په خوښه ترسره شوې ده او هر هغه څوک چې له دغه تفاهم‌لیک سرغړونه کوي هغه سولې ته ژمن نه‌دی." سره له دې چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ د حزب‎ اسلامي ۶۹ بندیان خوشې شي، خو حزب اسلامي وايي چې په وروستیو شېبو کې حکومت د ۱۳ مهمو زندانیانو نومونه له لېسته ایستلي دي. ویل کېږي چې ولسمشر غني تېره ورځ د حزب اسلامي د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان هم لاسلیک کړی دی.